Landscape MP4 Vertical MP4

سورت العنكبوت — آیت 36 (پښتو) — ویډیو

العنكبوت • آیت نمبر 36 (ټولې 69 آيتونه) • پښتو


وَإِلَىٰ مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا فَقَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَارْجُوا الْيَوْمَ الْآخِرَ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ 36
ترجمه:
او (مونږ لېږلى و) مدین ته د هغوى ورور شعیب، نو ده وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ او د اخري ورځې امېد ساتئ او په ځمكه كې ورانكاري مه ګرځئ، په داسې حال كې چې فساد كوونكي یئ العنكبوت ۲۹:۳۶
تفسیر:
او د مدين سيمې ته مو د هغوی نسبي ورور شعيب عليه السلام ورولېږلو؛ نو هغه وويل: ای زما قومه! يوازې دیو الله عبادت وکړئ او د هغه په خانګړی عبادت مو د آخرت په ورځ د بدلې هيله ولرئ او په ځمکه کې د ګناهونو په کولو او د هغو په خپرولو فساد مه کوئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ العنكبوت • آیت 35 راتلونکې العنكبوت • آیت 37