Landscape MP4 Vertical MP4

سورت العنكبوت — آیت 40 (پښتو) — ویډیو

العنكبوت • آیت نمبر 40 (ټولې 69 آيتونه) • پښتو


فَكُلًّا أَخَذْنَا بِذَنْبِهِ ۖ فَمِنْهُمْ مَنْ أَرْسَلْنَا عَلَيْهِ حَاصِبًا وَمِنْهُمْ مَنْ أَخَذَتْهُ الصَّيْحَةُ وَمِنْهُمْ مَنْ خَسَفْنَا بِهِ الْأَرْضَ وَمِنْهُمْ مَنْ أَغْرَقْنَا ۚ وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَٰكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ 40
ترجمه:
نو (په دوى كې) هر یو مونږ په خپلې ګناه سره ونیوه، نو په دوى كې ځینې هغه دي چې مونږ پرې كاڼي وېشتونكى باد راخوشې كړ او ځینې په دوى كې هغه دي چې دوى سختې چغې ونیول او ځینې په دوى كې هغه دي چې مونږ هغوى په ځمكه كې ننه اېستل او ځینې په دوى كې هغه دي چې مونږ (په اوبو كې) غرق كړل او الله له سره داسې نه و چې په دوى يې ظلم كړى وى او لېكن دوى په خپلو ځانونو (پخپله) ظلم كاوه العنكبوت ۲۹:۴۰
تفسیر:
له مخکې ياد شويو څخه مو هر يو په خپل تباه کوونکي عذاب ونيوی، پرځينو مو لکه د لوط قوم پرله پسې سختې ډبرې را ولېږلې، ځينې مو لکه د صالح او شعيب قومونه په سخته چېغه ونيول، ځينې مو لکه قارون له خپله کوره سره يې په ځمکه کې ډوب کړل او ځينو مو لکه د نوح قوم، فرعون او هامان په ډوبولو تباه کړل، او الله پرته له کومې ګناه په تباه کولو پر هغوی ظلم نه دی کړی، بلکې هغوی پر خپلو ځانونو د ګناهونو په ترسره کولو سره ظلم کړی چې د عذاب وړ وګرځېدل.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ العنكبوت • آیت 39 راتلونکې العنكبوت • آیت 41