الله اسمانونه او ځمكه په حق سره پیدا كړي دي، بېشكه په دې كې د مومنانو لپاره خامخا لویه نښه ده العنكبوت ۲۹:۴۴ ⧉
تفسیر:
الله پاک آسمانونه او ځمکه په حقه پيداکړي دي او په باطل يې نه دي پيداکړي اونه يې بې ګټې پيداکړي دي، بېشکه په دغه پيداکولو کې د مؤمنانو لپاره د الله پر قدرت څرګند دلالت دی، ځکه همغوی د الله پر پيداکولو له خالق څخه استدلال کوي، خو کافران د نړۍ پر بېلابېلو لوريو او نفسونو تېريږي پرته له دې چې د خالق لويي او د هغه پاک قدرت ته يې دې متوجه کړي.