Landscape MP4 Vertical MP4

سورت العنكبوت — آیت 47 (پښتو) — ویډیو

العنكبوت • آیت نمبر 47 (ټولې 69 آيتونه) • پښتو


وَكَذَٰلِكَ أَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ ۚ فَالَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يُؤْمِنُونَ بِهِ ۖ وَمِنْ هَٰؤُلَاءِ مَنْ يُؤْمِنُ بِهِ ۚ وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلَّا الْكَافِرُونَ 47
ترجمه:
او هم داسې مونږ تا ته كتاب نازل كړ، نو هغه كسان چې مونږ هغوى ته كتاب وركړى دى هغوى په ده (قرآن) ایمان راوړي او له دغو (عربو) نه ځینې هغه دي چې په ده ایمان راوړي او زمونږ له ایتونو نه انكار نه كوي مګر كافران العنكبوت ۲۹:۴۷
تفسیر:
او لکه څرنګه چې مونږ تا څخه مخکې کتابونه نازل کړي دي همدا راز مو پر تا هم قرآن نازل کړی، نو ځینې له دوی څخه هغه کسان دي چې تورات لولي -لکه عبد الله بن سلام- او په دې هم ایمان لري؛ ځکه چې په خپلو کتابونو کې د ده ستاینه مومي، او له دغه مشرکینو څخه ځینې دي چې ایمان پرې راوړي، او پرته له هغو کافرانو چې عادت یې کفر او انکار د حق وي سره د څرګندوالي د هغه بل څوک پرې نه کافر کېږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ العنكبوت • آیت 46 راتلونکې العنكبوت • آیت 48