Landscape MP4 Vertical MP4

سورت العنكبوت — آیت 56 (پښتو) — ویډیو

العنكبوت • آیت نمبر 56 (ټولې 69 آيتونه) • پښتو


يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ أَرْضِي وَاسِعَةٌ فَإِيَّايَ فَاعْبُدُونِ 56
ترجمه:
اى زما هغو بنده ګانو چې ایمان يې راوړى دى! بېشكه زما ځمكه فراخه ده، نو تاسو خاص زما عبادت كوئ العنكبوت ۲۹:۵۶
تفسیر:
ای زما هغو بندګانو چې پر ما یې ایمان راوړی، د هغې ځمکې څخه هجرت وکړئ چې تاسو پکې زما د عبادت وس نلرئ، بېشکه زما ځمکه پراخه ده، یوازې زما عبادت وکړئ، او ما سره هېڅوک شریک مه نیسئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ العنكبوت • آیت 55 راتلونکې العنكبوت • آیت 57