Landscape MP4 Vertical MP4

سورت العنكبوت — آیت 58 (پښتو) — ویډیو

العنكبوت • آیت نمبر 58 (ټولې 69 آيتونه) • پښتو


وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَنُبَوِّئَنَّهُمْ مِنَ الْجَنَّةِ غُرَفًا تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ نِعْمَ أَجْرُ الْعَامِلِينَ 58
ترجمه:
او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي خامخا ضرور به مونږ دوى ته د جنت په داسې لوړو بالاخانو كې ځاى وركړو چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، په دې حال كې چې تل به وي په دغو (بالاخانو) كې، دغه (جنت) د عمل كوونكو ښه اجر دى العنكبوت ۲۹:۵۸
تفسیر:
او هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی او داسې نېکې کړنې يې ترسره کړې دي چې هغه ته يې نېږدې کوي، هرومرو به يې په جنت کې په داسې لوړو کورونو کې استوګن کړو چې لاندې ترې ويالې بهيږي تل ترتله به پکې وي، هلته به فنا نه پرې راځي، د الله د پيروي کوونکو لپاره دغه غوره بدله ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ العنكبوت • آیت 57 راتلونکې العنكبوت • آیت 59