Landscape MP4 Vertical MP4

سورت العنكبوت — آیت 63 (پښتو) — ویډیو

العنكبوت • آیت نمبر 63 (ټولې 69 آيتونه) • پښتو


وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ نَزَّلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ مِنْ بَعْدِ مَوْتِهَا لَيَقُولُنَّ اللَّهُ ۚ قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ 63
ترجمه:
او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړې چې چا له اسمان نه اوبه نازلې كړې دي، بيا يې په هغو سره ځمكه د هغې له مرګ نه پس ژوندۍ كړې ده؟ (نو) خامخا ضرور به دوى ووايي چې الله (دا كار كړى دى) ته ووایه: ټول د كمال صفتونه خاص د الله لپاره دي بلكې د دوى اكثره عقل نه لري العنكبوت ۲۹:۶۳
تفسیر:
او که ته پوښتنه وکړې -ای پېغمبره- له مشرکانو څخه: چا له آسمانه اوبه راورولې چې ځمکه یې پرې زرغونه کړه پس له دې چې وچه وه؟ خامخا به ووایي: الله دی چې له آسمانه یې باران راورولی او ځمکه یې پرې زرغونه کړې، ته ورته ووایه -ای پېغمبره-: ثنا ده هغه ذات لره چې تاسو ته یې دلیل ښکاره کړی، بلکه پایله داده چې زیاتره یې عقل نه کاروي؛ ځکه که چېرې یې عقل کارولی نو د الله سره به یې بتان نه شریکول چې نه ګټه رسولی شي او نه زیان.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ العنكبوت • آیت 62 راتلونکې العنكبوت • آیت 64