او له هغه كس نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تړي، یا د حق تكذیب كوي، كله چې ده ته دغه (حق) راشي، ۔ايا په جهنّم كې د كافرانو لپاره د اوسېدوځاى نشته؟ العنكبوت ۲۹:۶۸ ⧉
تفسیر:
هېڅوک له هغه چا زیات ظالم نه دی چې پر الله دروغ تړي او د شریک نسبت ورته کوي، او یا هغه حق دورغجن بولي چې د هغه پېغمبر ورته راوړی، شک نشته چې دوزخ د کافرانو او د دوی په څېر خلکو استوګن ځای دی.