او هغوى چې څه نېكي هم وكړي، نو هیڅكله به هم د هغوى د دې (عمل) ناقدري ونه كړى شي او الله په پرهېزګارانو ښه پوه دى آل عمران ۳:۱۱۵ ⧉
تفسیر:
او هغه چې کوي يې دا خلک څه د خیر کار نه؛ که لږ وي او که ډیر، نو بس د دوی ثواب به نه ضایع کیږی، او د دوی اجر به هم نه کمیږي، او الله تعالی ښه پوهه دې په متقیانو باندې هغه کسان چې د الله تعالی اوامر عملي کوي، او له منهیاتو څخه یې ځان ساتي، نشي پټیدلی په هغه باندې د دوی له اعمالو څخه هیڅ شی، او خامخا به ورله پرې بدله ورکوي.