ته ووایه هغو كسانو ته چې كفر يې كړى دى: ژر دى چې تاسو به مغلوب كړى شئ او جهنم ته به را یوځای (راجمع) كړى شئ او هغه بده استوګنه ده آل عمران ۳:۱۲ ⧉
تفسیر:
ووایه -ای پېغمبره- د ګڼو دینونو کافرانو ته! مومنان به تاسي مغلوبه کړي، او د کفر په حالت کې به مړه شئ، او بیا به مو د دوزخ اور ته را ټول کړي، او ډېر بد فرش دی ستاسو لپاره.