Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 127 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 127 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


لِيَقْطَعَ طَرَفًا مِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَوْ يَكْبِتَهُمْ فَيَنْقَلِبُوا خَائِبِينَ 127
ترجمه:
لپاره د دې چې هغه هلاك كړي یو ټولى د هغو كسانو چې كفر يې كړى دى، یا يې ذلیله (خواروزار) كړي، پس چې بېرته محرومه، نامراده لاړ شي آل عمران ۳:۱۲۷
تفسیر:
دا غلبه چې د بدر په غزا کې تاسو ته الله تعالی درکړه پدې سره الله تعالی غوښتل چې هلاکه کړي یوه ډله د هغو کسانو څخه چې کفر یې کړی؛ په قتل سره، او ذلیله کړي بله ډله د کافرانو، او غوصه کړي دوی په ناکامۍ د دوی سره، نو پس واپس به شي مکې ته په ناکامۍ او ذلت سره.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 126 راتلونکې آل عمران • آیت 128