ښايسته كړى شوې ده خلقو ته مینه د مرغوبو خوندَوَرو شیانو چې ښځې دي او زامن دي او راجمع كړى شوې ډېر مالونه دي له سرو زرو نه او سپینو زرو نه او اسونو نه، چې نښه دار كړى شوي دي او له څارويو نه او فصل نه، دا د دنيايي ژوند سامان دى او له الله سره د ورګرځېدلو ښه ځای دى آل عمران ۳:۱۴ ⧉
تفسیر:
الله تعالی خبر ورکوي چې ده ښایسته کړي خلکو ته -ازمیښت لپاره- مینه د دنیوي خوندورو شیانو: لکه ښځې، زامن، او د سرو او سپینو زرو ډېر راټول شوي مالونه، او تربیه شوي ښایسته آسونه، او د اوښانو، غوایانو او پسونو څاروي، او د ځمکې کرهنه، دا ټول د دنیا د ژوند ګټه ده چې لږ وخت به ترې ګټه پورته کړي بیا ختمه شي، نو مومن ته نه ښایي چې دې شیانو پسې ځان وتړي، او الله سره د ورتګ ښه ځای دی، چې هغه جنت دی کوم چې د آسمانونو او ځمکې په څېر پراخه دی.