Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 149 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 149 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تُطِيعُوا الَّذِينَ كَفَرُوا يَرُدُّوكُمْ عَلَىٰ أَعْقَابِكُمْ فَتَنْقَلِبُوا خَاسِرِينَ 149
ترجمه:
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كه چېرې تاسو د كافر شویو كسانو خبره ومنئ (، نو) هغوى به تاسو (له دین نه) په شا وګرځوي، بیا به تاسو داسې شئ چې تاوانیان به یئ آل عمران ۳:۱۴۹
تفسیر:
ای هغه کسانو چې په الله تعالی باندې مو ایمان راوړی او د هغه د رسول تابعداري مو کړې، که چیرته تاسو تابعداري وکړئ د هغه کسانو چې کفر يې کړی دی له یهودو او نصاراو او مشرکانو څخه، په هغه څه کې چې تاسو ته پرې امر کوي له ګمراهۍ نه، بېرته به وګرځوي تاسو وروسته له ایمان ستاسو نه -هغه څه ته چې هغوی پکې دی- کافران، نو بس تاسو به وګرځئ تاوانیان په دنیا او اخرت کې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 148 راتلونکې آل عمران • آیت 150