Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 160 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 160 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ ۖ وَإِنْ يَخْذُلْكُمْ فَمَنْ ذَا الَّذِي يَنْصُرُكُمْ مِنْ بَعْدِهِ ۗ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ 160
ترجمه:
كه چېرې الله ستاسو مدد وكړي، نو بیا پر تاسو باندې هیڅوك غالب راتلونكى نشته او كه چېرې تاسو (بې مدده) پرېږدي، نو څوك دى هغه كس چې له هغه (الله) نه بعد به ستاسو مدد وكړي؟ او پس لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي آل عمران ۳:۱۶۰
تفسیر:
که چیرته الله تعالی ستاسو مرسته وکړي په خپل نصرت او اعانت سره نو هیڅوک په تاسې باندې نشې غالبه کیدلی، اګر که ستاسو خلاف د ځمکې ټول اوسیدونکي سره یوځائ شي، او که چیرته ستاسو مرسته او مدد پریږدي او خپلو ځانونو ته مو وسپاري نو بیا د هغه څخه وروسته هیڅوک ستاسو سره مرسته او مدد نشي کولی، نو پس غلبه خاص د هغه په لاس کې ده، او خاص په هغه باندې دې مومنان اعتماد او توکل وکړي نه په بل هیچا باندې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 159 راتلونکې آل عمران • آیت 161