Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 162 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 162 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


أَفَمَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَ اللَّهِ كَمَنْ بَاءَ بِسَخَطٍ مِنَ اللَّهِ وَمَأْوَاهُ جَهَنَّمُ ۚ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ 162
ترجمه:
ایا نو هغه څوك چې د الله د رضامندۍ پیروي كوي، د هغه كس په شان دى چې د الله له جانبه په (راغلي) غضب سره واپس شي؟ او د هغه استوګنه جهنم دى او هغه د ورتلو بد ځای دى آل عمران ۳:۱۶۲
تفسیر:
ندی برابر د الله تعالی په نیز هغه څوک چې روان وي په هغه څه پسې چې په هغه باندې د الله تعالی رضا حاصلیږی د ایمان او نیک عمل څخه، او هغه څوک چې کفر يې کړی وي په الله تعالی باندې او ګناهونه یې کړي وي، نو پس اخته شوی وي په سخت غضب د الله تعالی له طرفه، او ځای د اوسیدو د دې جهنم وي، او ډیر بد دی دا جهنم ځای د ورګرځیدو او ځای د اوسیدلو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 161 راتلونکې آل عمران • آیت 163