خامخا په رښتیا سره الله په مومنانو باندې احسان كړى دى كله چې يې دوى ته د همدوى له نفسونو (جنس) څخه یو رسول راولېږه، چې دوى ته د هغه ایتونه تلاوت كوي او دوى پاكوي او دوى ته د كتاب او حكمت (سنت) تعلیم وركوي او یقینًا دوى له دې نه مخكې په ښكاره ګمراهۍ كې وو آل عمران ۳:۱۶۴ ⧉
تفسیر:
بیشکه لورېنه کړې ده الله تعالی پر مومنانو او احسان یې کړی د دوی سره کله چې یې راولیږه په دوی کې رسول د دوی له جنس څخه، لولي په دوی باندې قران کریم، او پاکوي دوی لره له شرک او بدو اخلاقو څخه، او ورښایې دوی ته قران اوسنت، او یقینا وو دوی مخکې د رالیږل کېدو د دې پیغمبر (محمد صلی الله علیه وسلم) څخه په ګمراهۍ ښکاره کې له هدایت او نیکې لارې څخه.