ډېر خوشحالېږي د الله له جانبه په نعمت او فضل سره او په دې چې بېشكه الله د مومنانو اجر نه ضائع كوي آل عمران ۳:۱۷۱ ⧉
تفسیر:
او خوشحالیږی به دوی د دې سره په ډیر لوی ثواب چې د الله تعالی له طرفه یې دوی انتظار کوي، او د ثواب نه علاوه به هم دا خوشحالي ډیره لویه وي، او بیشکه الله تعالی نه بربادوي ثواب د مومنانو، بلکه پوره پوره بدلې ورله پرې ورکوي، او د هغې نه زیاتې هم ورکوي.