Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 176 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 176 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


وَلَا يَحْزُنْكَ الَّذِينَ يُسَارِعُونَ فِي الْكُفْرِ ۚ إِنَّهُمْ لَنْ يَضُرُّوا اللَّهَ شَيْئًا ۗ يُرِيدُ اللَّهُ أَلَّا يَجْعَلَ لَهُمْ حَظًّا فِي الْآخِرَةِ ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ 176
ترجمه:
او تا لره دې هغه كسان غمژن نه كړي چې په كفر كې یو تر بله تلوار كوي، بېشكه دوى كله هم الله ته څه ضرر نشي رسولى، الله اراده لري چې د دوى لپاره په اخرت كې هېڅ برخه جوړه نه كړي او د دوى لپاره بېخې لوى عذاب دى آل عمران ۳:۱۷۶
تفسیر:
او غمجن دې نه کړي تالره -ای پیغمبره- هغه کسان چې منډي وهي په کارونو د کفر کې؛ اوړیدونکي په خپلو پوندو باندې د نفاق والاو څخه، بیشکه دوی چې دي هیڅکله نشي رسولی الله تعالی ته هیڅ قسم ضرر، بلکه دوی خپلو ځانونو ته ضرر رسوي چې لرې کوی يې په الله تعالی باندې له ایمان څخه او لرې کوي یې د هغه د تابعدارۍ څخه، غواړی الله تعالی د دوی په شرمولو سره او په نه ورکولو د توفیق سره دا خبره چې نه وي د دوی لپاره هیڅ برخه د اخرت په نعمتونو کې، او د دوی لپاره به په آخرت کې غټ عذاب وي په اور د جهنم کې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 175 راتلونکې آل عمران • آیت 177