Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 18 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 18 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


شَهِدَ اللَّهُ أَنَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ وَالْمَلَائِكَةُ وَأُولُو الْعِلْمِ قَائِمًا بِالْقِسْطِ ۚ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ 18
ترجمه:
الله ګواهي وركړې ده د دې خبرې چې یقینًا نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى او ملايكو او د علم خاوندانو، (هم) په داسې حال كې چې دى په انصاف سره قايم دى، ۔ نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى چې ډېرغالب، ښه حكمت والا دى آل عمران ۳:۱۸
تفسیر:
الله تعالی ګواهي ورکړې چې هماغه یوازې په حق سره لمانځل شوی دی پرته له بل چا، ځکه چې شرعي او کوني نښې د الله تعالی په الوهیت دلالت کوي، او پر دې ملائکو هم ګواهي ورکړې ده، او د علم خاوندانو هم پدې ګواهي ورکړې چې توحید خلکو ته بیانوي او ورته بلنه ورکوي، نو په لویه ګواهۍ سره ګواهي ورکوي چې د الله توحید (یووالی) دی او هغه په مخلوقاتو او شریعت کې په عدل او انصاف ولاړ دی، نشته لائق د عبادت پرته لده چې برلاسی دی او هېڅوک پرې برلاسه کیدلای نشي، د حکمت خاوند دی په پېدایښت د مخلوق تدبیر او شریعت کې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 17 راتلونکې آل عمران • آیت 19