Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 181 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 181 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


لَقَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ فَقِيرٌ وَنَحْنُ أَغْنِيَاءُ ۘ سَنَكْتُبُ مَا قَالُوا وَقَتْلَهُمُ الْأَنْبِيَاءَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَنَقُولُ ذُوقُوا عَذَابَ الْحَرِيقِ 181
ترجمه:
خامخا یقینًا الله د هغو خلقو خبره واورېدله چې ويې ويل: بېشكه الله فقیر دى او مونږه غنیان یو، خامخا به مونږ لیكو د دوى دا خبره او نبیانو لره د دوى ناحقه وژل، او مونږ به (دوى ته) ووایو: تاسو سخت سوزوونكى عذاب وڅكئ آل عمران ۳:۱۸۱
تفسیر:
بیشکه واوریدله الله تعالی وینا د یهودو کله چې هغوی ویلي وو: «چې بیشکه الله تعالی محتاج دی کله چې یې زمونږ نه قرض وغوښت، او مونږه بی حاجته یو د هغه مال په وجه چې مونږ سره دی»، خامخا مونږ لیکو هغه چې دوی کوم دروغ او افتراء په خپل رب باندې ویلې وه او لیکو مونږ وژل د دوی انبیاو لره په ناحقه، او وایو مونږ دوی ته (وروسته د مرګ نه): وڅکئ عذاب سوځونکی په اور کې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 180 راتلونکې آل عمران • آیت 182