Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 185 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 185 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۖ فَمَنْ زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُورِ 185
ترجمه:
هر ساه لرونكى د مرګ (مزه) څكونكى دى او یقینًا همدا خبره ده چې تاسو ته به د قیامت په ورځ ستاسو ثوابونه (پوره) پوره در كړى شي، نو څوك چې له اور (د جهنم) نه لرې كړى شو او جنت ته داخل كړى شو، نو یقینًا هغه كامیاب شو او دنيايي ژوند يواځې د غولېدلو سامان دى آل عمران ۳:۱۸۵
تفسیر:
هر یو نفس چې هر څنګه وي خامخا به مرګ څکي، نو پس نه دې مغرور کیږی یو مخلوق په دې دنیا باندې، او په ورځ د قیامت به درکول کیږی تاسو ته ثوابونه ستاسو د عملونو پوره پوره چې هیڅ کمی به پکې نه وي، نو پس هغه څوک چې الله تعالی د اور څخه لری کړو، او جنت ئې داخل کړو؛ نو په تحقیق سره دی حاصل کړو هغه څه چې دی ئې امید لرو د خیر نه، او بچ شو د هغه څه نه چې دا ترې ویریده د شر نه، او نه دی ژوند د دنیا مګر سامان د فایدې چې زر ختمیدونکی دی، او ځان نه نښلوي په دی پوری مګر هغه څوک چې دوکه شوی وی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 184 راتلونکې آل عمران • آیت 186