Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 59 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 59 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


إِنَّ مَثَلَ عِيسَىٰ عِنْدَ اللَّهِ كَمَثَلِ آدَمَ ۖ خَلَقَهُ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ قَالَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ 59
ترجمه:
بېشكه د عیسٰی مثال د الله په نیز د ادم د مثال په شان دى، الله هغه له خاورې پیدا كړ، بیا يې هغه ته وویل: (پیدا) شه، پس (پیدا) شو آل عمران ۳:۵۹
تفسیر:
د عیسی علیه السلام د پېدایښت مثال د الله تعالی په نزد د آدم علیه السلام له خاورې څخه د پېدایښت په څېر دی، پرته له پلار او مور، بلکه الله تعالی ورته وویل: بشر شه، پس هماغسې شو څرنګه چې یې غوښتل، پس څرنګه دعوه لري چې هغه معبود دی ځکه چې پرته له پلار څخه پېدا شوی دی، په داسې حال کې چې دوی مني چې آدم بشر دی، سره له دې چې هغه هم پرته له مور او پلار څخه پېدا شوی دی؟!
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 58 راتلونکې آل عمران • آیت 60