بېشكه همدا حق بیان دى او نشته هېڅ برحق معبود مګر يواځې الله دى او بېشكه يواځې الله ډېر غالب، ښه حكمت والادى آل عمران ۳:۶۲ ⧉
تفسیر:
بېشکه دا څه چې مونږ تا ته ذکر کړل د عیسی علیه السلام په اړه همدا حق خبره ده چې نه پکې دروغ شته او نه شک، او په حق سره بل معبود نشته مګر یوازې الله دی، او همدا الله په خپله پاچاهۍ کې برلاسی دی، او په خپل تدبیر او کار او پېدایښت کې ځېرک دی.