Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 81 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 81 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


وَإِذْ أَخَذَ اللَّهُ مِيثَاقَ النَّبِيِّينَ لَمَا آتَيْتُكُمْ مِنْ كِتَابٍ وَحِكْمَةٍ ثُمَّ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مُصَدِّقٌ لِمَا مَعَكُمْ لَتُؤْمِنُنَّ بِهِ وَلَتَنْصُرُنَّهُ ۚ قَالَ أَأَقْرَرْتُمْ وَأَخَذْتُمْ عَلَىٰ ذَٰلِكُمْ إِصْرِي ۖ قَالُوا أَقْرَرْنَا ۚ قَالَ فَاشْهَدُوا وَأَنَا مَعَكُمْ مِنَ الشَّاهِدِينَ 81
ترجمه:
او كله چې الله د نبیانو (نه) پخه وعده واخيسته چې هر هغه څه چې زه يې تاسو ته له كتاب او حكمته دركړم، بیا تاسو ته یو رسول راشي چې د هغه څه تصدیق كوونكى وي چې له تاسو سره دي (نو) تاسو به خامخا په هغه ایمان راوړئ او خامخا به د هغه مدد كوئ، (الله) وویل: ایا تاسو اقرار وكړ او په دې باندې تاسو زما درنه وعده قبوله كړه، هغوى وویل: مونږ اقرار وكړ، (الله) وویل: نو تاسو ګواه شئ او زه (هم) تاسو سره له ګواهانو ځنې یم آل عمران ۳:۸۱
تفسیر:
او یاد کړه -ای پېغمبره- کله چې الله کلکه ژمنه له پېغمبرانو څخه واخیستله او ورته یې وویل: کله مې چې هم کوم کتاب تاسو ته درکړ چې پر تاسو یې نازل کړم، او کوم حکمت چې مې تاسو ته وښودلو، او که تاسو څخه یو کس هر څومره لوړې مرتبې ته ورسېده، او بیا تاسو ته زما لخوا پېغمبر راشي چې محمد صلی الله علیه وسلم دی باورونکی وي د هغه کتاب او حکمت چې تاسو سره دي؛ نو خامخا به تاسو په هغه څه باور لرئ چې هغه راوړي وي، او خامخا به یې مرسته کوئ په تابعداري کولو سره، نو آیا تاسو پدې اقرار کوئ -ای پېغمبرانو-، او زما کلکه ژمنه مو پرې واخیسته؟ نو په ځواب کې یې وویل: مونږ اقرار پرې کوو، الله تعالی وویل: په خپلو ځانونو او خپلو امتونو شاهدان اوسئ، او زه هم تاسو سره پر تاسو او هغوی له شاهدانو څخه یم.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 80 راتلونکې آل عمران • آیت 82