(اى نبي!) ته ووایه: اى اهلِ كتابو! تاسو د الله په ایتونو ولې كافر كېږئ، حال دا چې الله ستاسو په عملونو باندې ګواه دى آل عمران ۳:۹۸ ⧉
تفسیر:
ته ورته ووایه -اې پیغمبره- چې اې اهل کتابو (یهودو او نصاراوو) تاسو ولې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ریښتنولې له دلیلونو څخه انکار کوئ؟ حال دا چې ځنې داسی دلیلونه دي چې هغه په تورات او انجیل کې هم راغلي دي. او الله تعالی ستاسو په ټولو چارو احاطه کوونکی او شاهد دی او هرو مرو به د هغو بدله درکوي.