Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الروم — آیت 24 (پښتو) — ویډیو

الروم • آیت نمبر 24 (ټولې 60 آيتونه) • پښتو


وَمِنْ آيَاتِهِ يُرِيكُمُ الْبَرْقَ خَوْفًا وَطَمَعًا وَيُنَزِّلُ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَيُحْيِي بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ 24
ترجمه:
او د هغه له نښو ځنې (دا) دي چې هغه تاسو ته برېښنا د وېرې او طمعې لپاره ښیي او له بره نه اوبه نازلوي، بیا په دغو (اوبو) سره ځمكه راژوندۍ كوي، د هغې له مرګ نه وروسته۔، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د هغه قوم لپاره چې له عقل نه كار اخلي الروم ۳۰:۲۴
تفسیر:
او د هغه له سترو نښانو څخه چې په قدرت او یووالي یې دلالت کوي: دا چې تاسو ته په آسمان کې بریښنا درښایي، او تاسو ته د تندر څخه ویره او د باران هیله یو ځای کوي، او له آسمان څخه د باران اوبه راوروي، چې پرې ځمکه له وچېدو وروسته په ګیاوو شنه کوي، بېشکه په دې کې خامخا ښکاره دلیلونه دي هغه خلکو ته چې عقل کاروي، نو په همدې د مرګ څخه وروسته د حساب او بدلې لپاره د پاڅون دلیل نیسي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الروم • آیت 23 راتلونکې الروم • آیت 25