Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الروم — آیت 28 (پښتو) — ویډیو

الروم • آیت نمبر 28 (ټولې 60 آيتونه) • پښتو


ضَرَبَ لَكُمْ مَثَلًا مِنْ أَنْفُسِكُمْ ۖ هَلْ لَكُمْ مِنْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ مِنْ شُرَكَاءَ فِي مَا رَزَقْنَاكُمْ فَأَنْتُمْ فِيهِ سَوَاءٌ تَخَافُونَهُمْ كَخِيفَتِكُمْ أَنْفُسَكُمْ ۚ كَذَٰلِكَ نُفَصِّلُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ 28
ترجمه:
هغه (الله) تاسو ته ستاسو له ځانونو نه یو مثال بیانوي (هغه دا چې) ایا تاسو لپاره ستاسو له مریانو څخه په هغه (مال) كې چې مونږ تاسو ته دركړى دى، څوك شریكان شته؟ نو چې تاسو (ټول) په هغه (مال) كې سره برابر يئ چې تاسو له دوى نه داسې وېرېږئ لكه ستاسو وېره كول له خپلو ځانونو (ازادو شریكانو) نه۔، همداسې مونږ ایتونه په تفصیل سره بیانوو، د هغه قوم لپاره چې له عقل نه كار اخلئ الروم ۳۰:۲۸
تفسیر:
ای مشرکانو! الله تعالی تاسو ته ستاسو له ځانو اخیستل شوی یو مثال بیانوي: آیا ستاسو د ملکیت له مریانو څخه تاسو سره ستاسو په شتمنیو کې څوک په برابره شریک شته، چې تاسو وېرېږئ چې شتمني مو درسره وویشي لکه څرنکه چې ځینې له تاسو خپل خپلواک سیال څخه وېرېږي چې شتمنۍ یې ورسره ونه ویشي؟ آیا تاسو خپلو ځانو لپاره د مریانو په داسې (چلن) خوښ یاست؟ له شک پرته په دې خوښ نه یاست، نو الله خو ډېر وړ دی چې په خپل ملکیت کې د مخلوقاتو او مریانو څخه څوک شریک ونلري، په دغه څېر او نورو مثالونو سره مونږ ګڼ ډول دلیلونه بیانوو هغو خلکو لپاره چې عقل کاروي، ځکه چې همدوی ترې ګټه اخلي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الروم • آیت 27 راتلونکې الروم • آیت 29