Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الروم — آیت 36 (پښتو) — ویډیو

الروم • آیت نمبر 36 (ټولې 60 آيتونه) • پښتو


وَإِذَا أَذَقْنَا النَّاسَ رَحْمَةً فَرِحُوا بِهَا ۖ وَإِنْ تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ إِذَا هُمْ يَقْنَطُونَ 36
ترجمه:
او كله چې مونږ په خلقو خپل رحمت وڅَكوو (نو) دوى په هغه خوشحال شي او كه دوى ته څه سختي ورسېږي د هغو عملونو په سبب چې د دوى لاسونو مخكې لېږلي دي (نو) ناڅاپه دوى ناامېده شي الروم ۳۰:۳۶
تفسیر:
او کله چې مونږ خلکو ته د خپلو نعمتونو څخه کوم نعمت د روغتیا او شتمنۍ ور وڅکو نو پرې خوشاله شي په لویي کولو سره، او که چېرې ورته د خپلو لاسونو د کړنو او ګناهونو له کبله د ناروغتیا او تنګسیا بدي ورسي، نو یو دم د الله د لورینې څخه ناهیلي شي، او د بدۍ له لرې کیدلو هم ناهیلي شي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الروم • آیت 35 راتلونکې الروم • آیت 37