Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الروم — آیت 41 (پښتو) — ویډیو

الروم • آیت نمبر 41 (ټولې 60 آيتونه) • پښتو


ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُمْ بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ 41
ترجمه:
په وچه او لونده (بر او بحر) كې فساد خور شو، په سبب د هغو (عملونو) چې د خلقو لاسونو كړي دي، د دې لپاره چې هغه (الله) په دوى ځینې برخه (د سزا) د هغو عملونو وڅكوي چې دوى كړي دي، د دې لپاره چې دوى راواپس شي الروم ۳۰:۴۱
تفسیر:
په وچه او درياب کې فساد ښکاره شو، لکه وچکالي، د بارانونو کمښت، د ناروغيو او وباوو زياتوالی، د هغوی د کړو ګناهونو له امله، دغه ځکه ښکاره شو، ترڅو هغوی ته الله د دنيا په ژوند کې د ځينو بدو کړنو سزا يې وروڅکي په دې هيله چې هغه ته په توبه کولو راوګرځي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الروم • آیت 40 راتلونکې الروم • آیت 42