Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الروم — آیت 44 (پښتو) — ویډیو

الروم • آیت نمبر 44 (ټولې 60 آيتونه) • پښتو


مَنْ كَفَرَ فَعَلَيْهِ كُفْرُهُ ۖ وَمَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِأَنْفُسِهِمْ يَمْهَدُونَ 44
ترجمه:
هر څوك چې كافر شو، نو په همده باندې (عذاب د) كفر د ده دى۔ او چا چې نېك عمل وكړ، نو دوى خاص د خپلو ځانونو لپاره فرشونه غوړوي (او ځایونه تیاروي) الروم ۳۰:۴۴
تفسیر:
څوک چې په الله کفر وکړي نو د ده د کفر زیان -چې په اور کې تلپاتې کېدل دي- [هغه ضرر] همده ته ورګرځي، او چا چې نېک عمل وکړ چې د الله رضا غواړي نو خپلو ځانو ته د جنت داخلېدل او نعمتونه ترلاسه کول چمتو کوي همېشه به وي پکې تلپاتې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الروم • آیت 43 راتلونکې الروم • آیت 45