وعده كول د الله، ۔الله د خپلې وعدې مخالفت نه كوي او لېكن د خلقو زیاتره نه پوهېږي الروم ۳۰:۶ ⧉
تفسیر:
دغه مرسته او بريا د الله تعالی له لوري ژمنه وه، الله د دغې خپلې ژمنې خلاف نه کوي، او په پوره کېدلو سره يې د مؤمنانو د الله د مرستې پر ژمنه باور زياتيږي، خو ډېری خلک د خپل کفر له امله پر دغه نه پوهيږي.