ایا دوى په خپلو نفسونو كې فكر نه دى كړى، چې الله اسمانونه او ځمكه او هر هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي؛ نه دي پیدا كړي مګر په حقه سره او په ټاكلې نېټې سره۔ او بېشكه ډېر له خلقو ځنې د خپل رب په ملاقات خامخا منكران (او كافران) دي الروم ۳۰:۸ ⧉
تفسیر:
آيا دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو په ځانونو کې فکر نه دی کړی، چې الله څنګه پيداکړي او برابر کړي دي، الله اسمانونه، ځمکه او څه يې چې ترمنځ دي يوازې په حقه پيداکړي دي، هغوی يې بې ځايه نه دي پيداکړي، او په دنيا کې يې د هغو لپاره ټاکلې موده ګرځولې ده، او ډېر خلک د خپل پالونکي د قيامت په ورځ له مخ کېدو څخه نټه کوونکي دي، له همدې امله هغوی په داسې نېک عمل چې د پالونکي په وړاندې يې منل شوی وي د بېرته را پاڅېدلو لپاره چمتووالی نه نیسي.