او كه په رښتیا سره هره هغه ونه چې په ځمكه كې ده، قلمونه شي، په داسې حال كې چې (سیاهي شي) دغه (محیط) بحر، (بیا) د ده مدد نور اوه بحرونه وكړي (نو) د الله كلمات به خلاص نشي، بېشكه الله ښه غالب، ښه حكمت والا دى لقمان ۳۱:۲۷ ⧉
تفسیر:
او که پر ځمکه کې چې څومره ونې دي هغه پرې شي او قلمونه ترې جوړ شي، او سمندر ورته رنګ شي، او که اووه سمندرونه یې مرسته وکړي، نو د الله خبرې به خلاصې نه شي ځکه چې نه ختمېدونکي دي، بېشکه الله تعالی برلاسی دی چې هېڅوک پرې غالب کېدلای نه شي، حکمت والا دی په پېدایښت او سمبالښت کې.