Landscape MP4 Vertical MP4

سورت السجدة — آیت 10 (پښتو) — ویډیو

السجدة • آیت نمبر 10 (ټولې 30 آيتونه) • پښتو


وَقَالُوا أَإِذَا ضَلَلْنَا فِي الْأَرْضِ أَإِنَّا لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ ۚ بَلْ هُمْ بِلِقَاءِ رَبِّهِمْ كَافِرُونَ 10
ترجمه:
او دوى وايي: ایا كله چې مونږ په ځمكه كې ورك (او خاورې) شو، ایا مونږ به خامخا په رښتیا سره په نوي تخلیق كې یو۔! بلكې دوى د خپل رب له ملاقات نه انكار كوونكي دي السجدة ۳۲:۱۰
تفسیر:
مشرکانو او پاڅون (بعث) دروغ ګڼونکو وویل: کله چې مونږ مړه شو او پر ځمکه کې ورک شو، او زمونږ تنې خاورې شي، نو آیا بیا به له سره ژوندي پاڅو؟! دا خو عقل نه مني، بلکه دوی په واقع کې په پاڅون کافران شوي، باور پرې نلري.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ السجدة • آیت 9 راتلونکې السجدة • آیت 11