او كه مونږ غوښتلى (نو) مونږ به خامخا هر نفس ته د هغه هدایت وركړى و او لېكن زما له جانبه دغه خبره ثابته (او لازمه) شوې ده چې زه به جهنّم خامخا ضرور له پېریانو او انسانانو، ټولو نه ډكوم السجدة ۳۲:۱۳ ⧉
تفسیر:
او که چېرې مو هر نفس ته نېکي او د هغې وسه ورکول غوښتلی نو دې ته به مو مجبور کړی وی، لیکن لازمه شوې ده زما د طرفه وینا دحکمت او د عدل چې خامخا به د قیامت په ورځ دوزخ له انسي او پېري کافرانو څخه ډکوم؛ ځکه چې دوی د کفر او بې لارېتوب لار غوره کړې وه د ایمان او استقامت پر لارې.