Landscape MP4 Vertical MP4

سورت السجدة — آیت 16 (پښتو) — ویډیو

السجدة • آیت نمبر 16 (ټولې 30 آيتونه) • پښتو


تَتَجَافَىٰ جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَطَمَعًا وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ 16
ترجمه:
د دوى ډډې له خپلو خوب ځایونو نه لرې كېږي، دوى خپل رب بولي په وېرې او طمعې سره او له هغه (مال) نه، چې مونږ دوى ته وركړى دى؛ څه لګوي السجدة ۳۲:۱۶
تفسیر:
لرې کېږي اړخونه د دوی له خپلو هغو بسترو چې دوی پرې خوب کوي، پرېږدي یې او الله ته مخه کوي، رابلي هغه په خپلو دعاګانو وغیره کې د هغه د عذاب له وېرې، او د رحمت په هیله، او د الله په لار کې هغه شتمنۍ لګوي چې مونږ دوی ته ورکړي دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ السجدة • آیت 15 راتلونکې السجدة • آیت 17