او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و، نو ته د هغه (موسٰى) له ملاقات نه مه په شك كې كېږه او مونږ هغه د بني اسرائیلو لپاره هدایت ګرځولى و السجدة ۳۲:۲۳ ⧉
تفسیر:
او بېشکه مونږ موسی علیه السلام ته تورات ورکړی ؤ، نو ته په شک کې مه لوېږه -ای پېغمبره- د موسی علیه السلام سره د اسراء او معراج په شپه په مخامخ کېدلو (یعنې هغه لېدل بالکل حق دي) او مونږ په موسی علیه السلام نازل شوی کتاب د بني اسرائیلو لپاره د بې لاریتوب څخه د مخنیوي لارښود ګرځولی و.