Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأحزاب — آیت 27 (پښتو) — ویډیو

الأحزاب • آیت نمبر 27 (ټولې 73 آيتونه) • پښتو


وَأَوْرَثَكُمْ أَرْضَهُمْ وَدِيَارَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ وَأَرْضًا لَمْ تَطَئُوهَا ۚ وَكَانَ اللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرًا 27
ترجمه:
او هغه، تاسو وارثان كړئ د هغوى د ځمكو او د هغوى د كورونو او د هغوى د مالونو او د هغې ځمكې چې تاسو هغه نه وه پایمال كړې، او الله په هر شي باندې له ازله ښه قادر دى الأحزاب ۳۳:۲۷
تفسیر:
او الله د دوی له هلاکت نه پس د هغوی د ځمکو مالکان کړئ چې فصلونه او خرما پکې وې، او د هغوی د کورونو او نورو شتمنیو مالکان شوئ، او د خیبر د زمکې مالکان هم شوئ چې تر اوسه مو پرې پښې نه وې ایښې، مګر زر ده چې پښې به پرې کېږدئ، او دا ژمنه او زېری دی مومنانو ته، او الله تعالی په هر څه واکمن دی، هېڅ شی یې نشي نا توانه کولی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأحزاب • آیت 26 راتلونکې الأحزاب • آیت 28