او نه دي روا د هېڅ مومن لپاره او نه د مومنې لپاره، كله چې الله او د هغه رسول د یو كار فیصله وكړي دا چې د دوى لپاره دې په خپل كار كې اختیار وي او څوك چې د الله او د هغه د رسول نافرماني كوي، نو یقینًا دغه (كس) ګمراه شو، ښكاره ګمراه كېدل الأحزاب ۳۳:۳۶ ⧉
تفسیر:
او د مؤمن او مؤمنې لپاره صحيح نه ده چې کله الله او د هغه رسول د هغوی په اړه پرېکړه وکړي چې هغوی لره دې په منلو او نه منلو کې اختيار وي، څوک چې د الله او د هغه د رسول څخه سرغړونه وکړي، نو هغه له نېغې لارې څخه په څرګنده لار ورکۍ سره لار ورکی دی.