Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأحزاب — آیت 49 (پښتو) — ویډیو

الأحزاب • آیت نمبر 49 (ټولې 73 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نَكَحْتُمُ الْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ طَلَّقْتُمُوهُنَّ مِنْ قَبْلِ أَنْ تَمَسُّوهُنَّ فَمَا لَكُمْ عَلَيْهِنَّ مِنْ عِدَّةٍ تَعْتَدُّونَهَا ۖ فَمَتِّعُوهُنَّ وَسَرِّحُوهُنَّ سَرَاحًا جَمِيلًا 49
ترجمه:
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو له مومنو ښځو سره نكاح وكړئ، بیا دوى طلاقې كړئ، مخكې له دې چې تاسو هغو ته لاس وروړئ، نو تاسو لپاره په دوى باندې هېڅ عدت نشته، چې تاسو به هغه شمېرئ، نوتاسو دوى ته څه فايده وركړئ او دوى خوشې كړئ، ډېر ښه خوشې كول الأحزاب ۳۳:۴۹
تفسیر:
اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، کله مو چې پر مؤمنو مېرمنو تړون وکړ د نکاح تړون، بيا مو هغوی له دخول مخکې طلاقې کړې، نو ستاسو لپاره پر هغوی عدت نشته، هغه بيا که په حيضونو سره وي او که مياشتو، ځکه دا خبره څرګنده شوه چې د هغوی په رحمونو کې څه نه دي جوړ شوي، له خپل توان سره سم مو هغوی ته په مالونو متعې ورکړئ، ترڅو په طلاق مات شوي زړونه يې لږ جوړ شي او پرته له ازاره يې په ښه توګه لاره پرېږدئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأحزاب • آیت 48 راتلونکې الأحزاب • آیت 50