Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأحزاب — آیت 51 (پښتو) — ویډیو

الأحزاب • آیت نمبر 51 (ټولې 73 آيتونه) • پښتو


تُرْجِي مَنْ تَشَاءُ مِنْهُنَّ وَتُؤْوِي إِلَيْكَ مَنْ تَشَاءُ ۖ وَمَنِ ابْتَغَيْتَ مِمَّنْ عَزَلْتَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكَ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰ أَنْ تَقَرَّ أَعْيُنُهُنَّ وَلَا يَحْزَنَّ وَيَرْضَيْنَ بِمَا آتَيْتَهُنَّ كُلُّهُنَّ ۚ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا فِي قُلُوبِكُمْ ۚ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَلِيمًا 51
ترجمه:
ته چې په دغو (ښځو) كې كومه غواړې بېرته (وروسته) كوې يې اوكومه چې غواړې ځان ته يې رانژدې كوې او هغه چې ته يې بیا غواړې له هغو نه چې تالرې كړي وي، نوپه تا هېڅ ګناه نشته دغه (حكم) ډېر نژدي دى چې د دوى سترګې به یخې شي او نه به غمجنې كېږي او دوى ټولې به په هغه راضي كېږي چې ته يې دوى ته وركوې او الله په هغو خبرو پوهېږي چې ستاسو په زړونو كې دي۔ او الله دى ښه عالم، ښه تحمل والا الأحزاب ۳۳:۵۱
تفسیر:
ای رسوله! له مېرمنو دې کومې چې ته غواړې وېش يې ورته وروسته کړه له هغې سره شپه مه تېروه، او له هغوی چې هره يوه غواړې در نېږدې يې کړه چې شپه ورسره تېروې، د کومې نېږدې کول او کومې وروسته کول چې غواړې په دې کې پرتا کومه ګناه نشته، ستا لپاره دغه اختيار اوپراخي دې خبرې ته ډېره نېږدې ده چې د مېرمنو سترګې دې يخې شي، پر هغه څه خوښې شي چې هغوی ټولو ته يې ورکوې، ځکه هغوی پر دې خبره پوهيږي چې ته د واجب پرېښودونکی نه يې، په حق بخل نه کوې، او ای سړيو الله پر هغه څه پوهيږي چې ستاسو په زړونو کې ځينو مېرمنو ته زړه کيږي او ځينو ته نه، او الله د خپلو بندګانو پر کړنو ښه پوه دی چې له هغو هيڅ هم ترې پټ نه دي، زغمونکی دی چې هغوی ته په سزا ورکولو کې بيړه نه کوي کېدای شي هغوی توبه ورته وباسي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأحزاب • آیت 50 راتلونکې الأحزاب • آیت 52