Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأحزاب — آیت 6 (پښتو) — ویډیو

الأحزاب • آیت نمبر 6 (ټولې 73 آيتونه) • پښتو


النَّبِيُّ أَوْلَىٰ بِالْمُؤْمِنِينَ مِنْ أَنْفُسِهِمْ ۖ وَأَزْوَاجُهُ أُمَّهَاتُهُمْ ۗ وَأُولُو الْأَرْحَامِ بَعْضُهُمْ أَوْلَىٰ بِبَعْضٍ فِي كِتَابِ اللَّهِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُهَاجِرِينَ إِلَّا أَنْ تَفْعَلُوا إِلَىٰ أَوْلِيَائِكُمْ مَعْرُوفًا ۚ كَانَ ذَٰلِكَ فِي الْكِتَابِ مَسْطُورًا 6
ترجمه:
نبي (محمدﷺ) په مومنانو باندې د دوى له ځانونو نه زیات حقدار دى۔ او د ده ښځې د دوى میندې دي او د خپلوۍ خاوندان (رشته داران) د الله په كتاب كې د دوى ځینې په ځینو نورو باندې له مومنانو او مهاجرینو نه زیات حق لرونكي دي، مګر دا چې تاسو له خپلو دوستانو سره څه نېكي وكړئ۔، دغه په كتاب كې لیكل شوي دي الأحزاب ۳۳:۶
تفسیر:
پېغمبر (محمد صلی الله علیه وسلم) پر مومنانو له خپلو ځانونو هم زیات حق لرونکی دی په ټولو هغو څه کې چې هغې خوا ته دوی راوبلي، که څه هم د دوی زړونه بل څه وغواړي، او د ده صلی الله علیه وسلم بیبیانې د ټولو مومنانو د مېندو په منزله دي، په هر مومن حرام دي چې کومې یوې د دوی سره واده وکړي پس د هغه صلی الله علیه وسلم د مرګ څخه، او د خپلولئ څښتنان د میراث په اړه د الله په حکم کې یو په پر بل ډېر حق لرونکي دي نظر له ایمان او د الله په لار کې د هجرت خاوندانو، هغه کسان چې د اسلام په پېل کې به یې له یو بل څخه میراث اخیستلو، بیا وروسته د دوی میراث اخیستل منسوخ شول، مګر که تاسو -ای مومنانو- د وارثانو څخه پرته خپلو دوستانو ته وصیت یا کومه ښیګڼه ورسره کوئ نو کولی شئ، دا پرېکړه په لوح محفوظ کې لیکل شوې وه نو عمل پرې واجب دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأحزاب • آیت 5 راتلونکې الأحزاب • آیت 7