Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأحزاب — آیت 63 (پښتو) — ویډیو

الأحزاب • آیت نمبر 63 (ټولې 73 آيتونه) • پښتو


يَسْأَلُكَ النَّاسُ عَنِ السَّاعَةِ ۖ قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِنْدَ اللَّهِ ۚ وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّ السَّاعَةَ تَكُونُ قَرِيبًا 63
ترجمه:
(اى نبي) خلق له تا نه د قیامت په باره كې تپوس كوي، ته (دوى ته) ووایه چې بېشكه د هغه (قیامت) علم يواځې الله سره دى، او ته څه شي پوه كړى يې؟ كېدى شي چې قیامت ډېر نژدې وي الأحزاب ۳۳:۶۳
تفسیر:
ای رسوله! مشرکان له تا څخه د انکار او درواغ ګڼونکو په توګه پوښتنه کوي او همدا راز يهود هم درڅخه د قيامت په اړه پوښتنه کوي: دغو خلکو ته ووايه: د قيامت پوهه له الله سره ده، ما لره د هغو په اړه هيڅ هم نشته، او ای رسوله! ته څه پوهېږې یقینا قيامت نېږدې وي؟.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأحزاب • آیت 62 راتلونکې الأحزاب • آیت 64