Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأحزاب — آیت 69 (پښتو) — ویډیو

الأحزاب • آیت نمبر 69 (ټولې 73 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ آذَوْا مُوسَىٰ فَبَرَّأَهُ اللَّهُ مِمَّا قَالُوا ۚ وَكَانَ عِنْدَ اللَّهِ وَجِيهًا 69
ترجمه:
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د هغو كسانو په شان مه كېږئ چې موسٰى ته يې تكلیف رسولى و، نو الله هغه (موسٰى) پاك (او بري) كړ د هغه (الزام او دروغو) نه چې دوى ویل او هغه د الله په نېز ډېر مخور و الأحزاب ۳۳:۶۹
تفسیر:
ای هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، رسول مو مه آزاروئ چې د هغو خلکو غوندې به شئ چې موسی يې آزارولو، لکه د هغوی لخوا د هغه په بدن کې عيب بيانول، نو الله له هغه څه برائت ورکړ چې هغوی ويل، د هغه سلامتي يې ورته په ډاګه کړه له هغه څه څخه چې هغوی به پسې ويل، او موسی د الله په وړاندې داسې مخور و، چې غوښتنه يې نه ردېدله او هڅه يې نه ناکامېدله.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأحزاب • آیت 68 راتلونکې الأحزاب • آیت 70