Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأحزاب — آیت 9 (پښتو) — ویډیو

الأحزاب • آیت نمبر 9 (ټولې 73 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ جَاءَتْكُمْ جُنُودٌ فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا وَجُنُودًا لَمْ تَرَوْهَا ۚ وَكَانَ اللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرًا 9
ترجمه:
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله هغه نعمت رایاد كړئ چې پر تاسو شوى دى، كله چې په تاسو لښكرې راغلې، نو مونږ پر هغوى باندې باد او داسې لښكرې راخوشې كړې چې تاسو نه لیدلې او الله هغو كارونو لره چې تاسو يې كوئ ښه لیدونكى دى الأحزاب ۳۳:۹
تفسیر:
ای هغو کسانو چې په الله یې ایمان راوړی او د هغه په شریعت یې عمل کړی، یاد کړئ د الله نعمت پر تاسو، کله چې مدینې ته ډلې ډلې لښکرې ستاسو د وژلو لپاره راغلې، او منافقانو او یهودو ورسره مرسته وکړه، نو مونږ پرې سیلۍ راولېږله چې هغه د صبا باد و کوم سره چې د پېغمبر علیه السلام مرسته شوې وه، او مونږ د ملائکو لښکرې هم راولېږلې چې تاسو نه کتلې، نو کافران په تېښته پر شا شول، چې هېڅ وس یې نه درلود، او الله تعالی په هغه څه چې تاسو کول لېدونکی دی هېڅ ترې نشي پټېدلای، او زر دی چې تاسو ته به ستاسو د کړنو بدله درکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأحزاب • آیت 8 راتلونکې الأحزاب • آیت 10