Landscape MP4 Vertical MP4

سورت سبأ — آیت 11 (پښتو) — ویډیو

سبأ • آیت نمبر 11 (ټولې 54 آيتونه) • پښتو


أَنِ اعْمَلْ سَابِغَاتٍ وَقَدِّرْ فِي السَّرْدِ ۖ وَاعْمَلُوا صَالِحًا ۖ إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ 11
ترجمه:
چې ته پوره ارتې زغرې جوړوه او د (كړیو) په اوبدلو (بوڼلو) كې اندازه كوه ۔او تاسو نېك عمل كوئ، بېشكه زه هغه كارونو لره چې تاسو يې كوئ؛ ښه لیدونكى یم سبأ ۳۴:۱۱
تفسیر:
ای داوده! پراخه زغرې جوړوه چې جنګيالي دې د خپل دښمن له زوره يې وساتي، مېخونه يې د حلقو لپاره مناسب جوړوه، نو ډېر يې مه نري کوه داسې چې په هغو کې ځای پر ځای نه شي، او مه يې ډېر پېړوه چې پکې د ننه نه شي، او ښه کار کوه، بېشکه زه ستاسو د کړو ليدونکی يم ستاسو له کړنو هيڅ را څخه نه پټيږي او ژر به يې بدله درکړم.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ سبأ • آیت 10 راتلونکې سبأ • آیت 12