Landscape MP4 Vertical MP4

سورت سبأ — آیت 16 (پښتو) — ویډیو

سبأ • آیت نمبر 16 (ټولې 54 آيتونه) • پښتو


فَأَعْرَضُوا فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ سَيْلَ الْعَرِمِ وَبَدَّلْنَاهُمْ بِجَنَّتَيْهِمْ جَنَّتَيْنِ ذَوَاتَيْ أُكُلٍ خَمْطٍ وَأَثْلٍ وَشَيْءٍ مِنْ سِدْرٍ قَلِيلٍ 16
ترجمه:
بیا دوى مخ واړلو (د نبیانو له دعوت نه) نو مونږ په دوى د بند زورور سېلاب راخلاص كړ او د دوى د دوه باغونو په ځاى مو دوى ته دوه داسې باغونه په بدل كې وركړل چې دواړه خاوندان د بې خونده مېوو او غزانو او څه لږ شى د بېرو وو سبأ ۳۴:۱۶
تفسیر:
هغوی د الله له شکر او د هغه پر رسول له ايمان راوړلو مخ واړولو، نو موږ هغوی ته داسې سزا ورکړه چې نعمت مو په کړاو ور بدل کړ، پر هغوی مو له منځه وړونکی سېلاب ورخوشې کړ چې د هغوی بند يې وران کړ او کښتونه يې ور ډوب کړل، او د هغوی دواړه باغونه مو پر داسې باغونو ور بدل کړل چې تروشه مېوه يې وه، اوپه هغو داوړو کې د غز بې مېوې ونې وې او لږ غوندې بېره وه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ سبأ • آیت 15 راتلونکې سبأ • آیت 17