Landscape MP4 Vertical MP4

سورت سبأ — آیت 18 (پښتو) — ویډیو

سبأ • آیت نمبر 18 (ټولې 54 آيتونه) • پښتو


وَجَعَلْنَا بَيْنَهُمْ وَبَيْنَ الْقُرَى الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا قُرًى ظَاهِرَةً وَقَدَّرْنَا فِيهَا السَّيْرَ ۖ سِيرُوا فِيهَا لَيَالِيَ وَأَيَّامًا آمِنِينَ 18
ترجمه:
او مونږه د دوى په مینځ كې او د هغو كلیو په مینځ كې چې مونږ په هغو كې بركت اچولى و۔ ښكاره (لارې ته نژدې) كلي جوړ كړل او د دغو (كلیو) په مینځ كې مونږ تګ راتګ په اندازه كړى و۔، تاسو ګرځئ په دغو (كلیو) كې، په شپو او ورځو، په داسې حال كې چې په امان به یئ سبأ ۳۴:۱۸
تفسیر:
او موږ په يمن کې د سبا د خلکو او شام د هغو کليو ترمنځ چې برکت مو پکې اچولی وو نور نېږدي کلي هم آباد کړي وو، او په هغو کې مو تګ راتګ اندازه کړی و، داسې چې له يو کلي به يې بل کلي ته پرته له کومې ستونزې تګ راتګ کولو تر څو شام ته ورسيږي، او هغوی ته مو وويل: په دغو کې د شپې او ورځې له دښمن، لوږې او تندې څخه په ډاډ تګ را تګ کوئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ سبأ • آیت 17 راتلونکې سبأ • آیت 19