Landscape MP4 Vertical MP4

سورت سبأ — آیت 22 (پښتو) — ویډیو

سبأ • آیت نمبر 22 (ټولې 54 آيتونه) • پښتو


قُلِ ادْعُوا الَّذِينَ زَعَمْتُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ ۖ لَا يَمْلِكُونَ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ وَمَا لَهُمْ فِيهِمَا مِنْ شِرْكٍ وَمَا لَهُ مِنْهُمْ مِنْ ظَهِيرٍ 22
ترجمه:
ته (دې مشركانو ته) ووایه: تاسو هغه (معبودان) وبولئ چې تاسو (هغه) له الله نه غیر (معبودان) ګڼلي دي، دوى د یوې ذرې اندازه اختیار (او مِلك) نه لري په اسمانونو كې او نه په ځمكه كې او د دوى لپاره په دغو دواړو كې هېڅ برخه (شركت) نشته، او نشته دغه (الله) ته له دوى نه هېڅ مددګار سبأ ۳۴:۲۲
تفسیر:
ای رسوله! دغو مشرکانو ته ووايه: هغه خلک راوبولئ چې تاسو ګمان کوئ چې له الله پرته تاسو لره معبودان دي، تر څو ګټه درته ورسوي او يا ضرر درڅخه لېرې کړي، هغوی خو نه په آسمانونو کې او نه په ځمکه کې د يوې ذرې په اندازه واک لري، او نه هغوی لره پکې له الله سره څه برخه شته، او نه الله لره مرستندوی شته چې مرسته يې وکړي، هغه له شريکانو او مرستندویانو بې پروا دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ سبأ • آیت 21 راتلونکې سبأ • آیت 23