(اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه چې تاسو ته له اسمانونو اوځمكې نه څوك رزق دركوي؟ ته ووایه چې ’’الله‘‘ او بېشكه مونږ، یا تاسو خامخا په هدایت باندې یو، یا په ښكاره ګمراهۍ كې یو سبأ ۳۴:۲۴ ⧉
تفسیر:
اې رسوله دغو مشرکانو ته ووايه: څوک له اسمانونو د باران په اورولو او له ځمکې د دانو، کښتونو، مېوو او نورو په راشنه کولو روزي درکوي؟ ووايه: الله هغه ذات دی چې تاسې ته ترې روزي درکوي، او موږ او يا تاسو اې مشرکانو يا پر لارښوونه يو او يا له لارې په څرګنده لار ورکۍ کې يو، نو زموږ يو خو هرومرو همداسې دی او په دې کې هيڅ شک نشته چې د لارښوونې څښتنان مؤمنان دي او د لار ورکۍ څښتنان هغوی مشرکان دي.